پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سپورت

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له ایران څخه په لوی توپیر ماتې ومنله

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له ایران څخه په لوی توپیر ماتې ومنله
  • Publishedغبرګولى ۲۴, ۱۴۰۲

یاده لوبه تیره شپه (د غبرګولي ۲۳مه) د افغانستان پروخت ماښام ۷:۳۰ د قرغزستان پلازمینې بیشکک امورزاکوف لوبغالي کې ترسره شوه چې د ایران ملي لوبډلې د۶ ګولونو په وهلو سره افغان لوبډلې ته۶-۱ په مقابل کې ماتې ورکړه .

دا د مرکزي اسیا د ملتونو جام د لومړي پړاو سیالیو په چوکاټ کې د افغانستان دویمه لوبه وه چې و یې بایلله.

له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د کوربه قرغزستان لوبډلې پروړاندې هم لوبه بایللې وه .

په یاده لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه په کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشرروزونکي عبدالله المطیري ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د خپلې لوبډلې سره یوځای و اوسي.

 عبدالله المطیري ته له دې امله اجازه نه وه ورکړل شوي چې نوموړي د قرغزستان پروړاندې د لوبې په وروستۍ شیبه کې د لوبې د څارونکي سره د لفظي شخړې وروسته په غیرقانوني ډول  خپل لوبغاړي له میدانه ویستلي وو.

د یادونې وړده چې د افغانستان اوایران فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه په ۱۳۲۰ کال کې په کابل کې ترسره شوې وه چې مساوي پای ته رسیدلې وه .

یاده لوبه د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د خپلواکۍ جشن په مناسبت ترسره شوې وه چې په کې دهند او پاکستان لوبډلو هم برخه اخیستي وه .

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *