د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شپه د ایران پروړاندې لوبه کوي

د فوټبال فد راسیون له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د افغانستان پروخت ماښام ۷:۳۰ بجې د مرکزي آسیا د ملتونو جام د لومړي پړاو سیالیو په چوکاټ کې خپله دویمه لوبه د ایران ملي لوبډلې پروړاندې ترسره کړي .
د یادونې ده چې د دې وړاندې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د قرغزستان لوبډلې څخه یو صفر ماتې خوړلې وه .