پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سوداګري

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې
  • Publishedتله ۲۲, ۱۴۰۴

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په هند کې له سوداګرۍ او صنعت د برخې د لوړپوړو چارواکو سره په یوې غونډه کې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

 نوموړي  د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د نوو فرصتونو د شتون یادونه کړې  او له هند یې غوښتې، چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا یقیني شي.

د هندي رسنیو له ارپور له مخې، متقي د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فدراسیون له غړو سره په ګډه ناسته کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی دی او اوس د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

 له بلې خوا، هندي پانګه ‌والو هم د ویزو، ټرانزیټ او نورو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

Written By
Editor