د اسلامي امارت ویاند وايي سپین بولدک کې پاکستاني پوله ساتو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس یو بیان کې ویلي چې د پاکستاني پوله ساتو له بریدونو وروسته د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
زیاتوي یادو بریدونو کې ملکي افغانانو ته هم تلفات اوښتي، او په خبره يي ۱۲ کسان شهیدان شوي او همدا شان ۱۰۰ ډېر ټپیان هم دي.
د هغه په خبره د افغان سرتېرو د ځوابي بریدونو په پایله کې ګڼ شمېر پاکستاني متجاوز پوځیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او اکثره پوځي تاسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.
همدې حال کې عام افغانان وايي هر حالت کې د وطن دفاع ته چمتو دي، او له امنیتي ځواکونو سره به څنګ پر څنګ ولاړ وي.
که څه هم په سپین بولدک کې جګړه درېدلې. مګر د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې لا هم ځای ځای روانه ده او افغان ځواکونه د مخته تګ په حال کې دي.