شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
افغانستان سوداګري

د ازبکستان څخه د برېښنا وارداتي لین د تخنیکي ستونزې له امله پارچاو دی

د ازبکستان څخه د برېښنا وارداتي لین د تخنیکي ستونزې له امله پارچاو دی
  • Publishedسلواغه ۴, ۱۴۰۴

د برېښنا شرکت په یو بیان کې ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې هېواد ته له ازبکستان څخه د ۲۲۰ کیلوواټه وارداتي برېښنا لین د تخنیکي ستونزې له امله پارچاو دی او هڅې روانې دي تر څو بېرته وصل شي.

د دغه لین د پارچاو لامل وروستي ورښتونه ښودل شوي دي.

برېښنا شرکت وايي له همدې کبله په پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست ولایتونه او د بغلان ځینې سیمې د برېښنا له کمبود او پرله‌پسې پرچاویو سره مخامخ شوي دي.

د ویلو ده چې د برېښنا شرکت د ستونزې پر وخت حل باندې ټینګار کړی، خو سالنګونو کې په زیاته کچه د واورې ورښت يي د کار پر وړاندې خنډ بللی دی.

Written By
Editor