پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سپورت

د ازادو سیالیو دوه افغان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

د ازادو سیالیو دوه افغان ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې
  • Publishedتله ۱۳, ۱۴۰۴

د ازادو سیالیو (فري فایټ) دوو افغان ورزشکارانو فرید بشارت او ترخوا يي عبدالکریم بدخشي امریکايي او فرانسوي سیالان مات کړي دي.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت نن په (یواېف‌سي) سازمان کې له خپل امریکایي سیال کریس ګویټیرز سره میدان کې مخ شو، او د امتیازونو په توپیر یې هغه ته ماتې ورکړه او په دې سره یې ۱۴مه بریا هم خپله کړه.

د ازادو سیالیو دې افغان لوبغاړي تر دې دمخه ۱۳ سیالۍ ترسره کړي، چې ټولې يي ګټلي دي.

دا د نوموړي ۱۴ مه سیالۍ وه.

د هغه بل ورور جاوید بشارت د سیالۍ د ګټلو تایید ترخوا ټول ملت ته مبارکي ویلې ده.

یاده لوبه تېره شپه ترسره شوه.

له دې سره ترخوا د ازادو سیالیو بل افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي بیا خپل فرانسوي سیال جیوواني فرنانډز مات کړ.

دغه راز د هغه ورور او د افغانستان د فري فایټ سیالیو مخکښ عبدالعظیم بدخشي نوموړي ته د مبارکۍ ترخوا ویلي چې غوره استعداد یاده برخه کې لري.

د یادونې وړ ده چې بدخشي او فرنانډز د فرانسې په کوګناک ښار کې دا لوبه وکړه چې افغان لوبغاړی پکې بریا ته ورسېد.

Written By
Editor