د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اطلاعاتو او کلتور له وزير سره وکتل

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي ګیلس برتراند په مشرۍ یو مل پلاوی د اطلاعاتو او کلتور له وزير ښاغلي شیر احمد حقاني سره د دې وزارت په مقام کې وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي برتراند وویل، چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه سفر کوي او هیله لري چې د خپل ماموریت په ترڅ کې ګټور خدمتونه ترسره کړي.
نوموړي د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د اوسني وضعیت، پرمختګ او پیاوړتیا په اړه بحث وکړ، او د دې برخې د لا پرمختګ لپاره د همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي برتراند همداراز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له خوا د تطبیق شويو پروژو یادونه وکړه، چې د تاریخې آبداتو، تعلیم او صحت په برخو کې ترسره شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اروپايي ټولنه به د تاریخي آثارو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، او له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره به دوامداره همغږي وساتي
د اطلاعاتو او کلتور وزير شیر احمد حقاني د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له همکاریو څخه مننه وکړه او د رسنیو د وضعیت په اړه یې څرګنده کړه چې وزارت د رسنیزو بنسټونو پیاوړتیا او د موجودو ستونزو حل ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه: “د اسلامي ارزښتونو او پالیسۍ په رڼا کې خبریالانو ته د هغوی حقوق ورکړل کېږي، او له اسلامي امارت سره د بیا حاکمیت راهیسې شاوخوا ۱۸۰ نوو رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.” د وزیر په وینا، د خبریالانو مصونیت تامین شوی او تر اوسه د هیڅ ژورنالیست د وژل کېدو راپور نه دی ثبت شوی.
ښاغلي حقاني د تاریخي آبداتو د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل: “تاریخي آبدات د ملتونو ګډه شتمني ده. وزارت هڅه کوي چې د دغو آثارو د ساتنې او بیا رغونې لپاره له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له اروپايي اتحادیې سره، پراخې او دوامداره همکارۍ ولري، تر څو دغه بهیر په مسلکي او معیاري توګه پرمخ لاړ شي.”