داتلتیک فدراسیون دوه ورزشکاران په آسیایې سیالیوکې ګډون کوي.

د افغانستان اُ لمپیک ملي کمېټې خبرپاڼه کې راغلي : د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اتلتیک فدراسیون دوه ورزشکاران د آسیا په کچه د اتلتیک فدراسیون اړوند د ځغاستې سبک سیالیو په پنځه ویشتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه تایلینډ هیواد ته ولاړل.
په دغه سیالیو کې به افغان ورزشکار ویس احمد په ۲۰۰ او سفرعلي احمدي په ۱۰۰ مترۍ کې سیالۍ ترسره کړي .
یادې سیالۍ هرځل څلورکاله وروسته ترسره کېږي .
دغه سیالۍ تېره ورځ د جولای په ۱۰ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷ مې نېټې به دوام وکړي .
په سږ کال سیالیو کې به دآسیا په کچه د ۴۷ هیوادونو ورزشکاران ګډون وکړي.
تردې مخکې د یاد فدراسیون اړوند افغان ورزشکار سېد جلال جلالي په نړیوالوسیالیوکې چې په جرمني
کې ترسره شوې وې د طلا مډال ګټلی وو.