پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

خوړو نړېوال پروګرام له افغانانو سره د مرستو ژمنتیا تازه کړه

خوړو نړېوال پروګرام له افغانانو سره د مرستو ژمنتیا تازه کړه
  • Publishedغبرګولى ۳۱, ۱۴۰۲

افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد ته د یاد پرواګرم اجرایه مشر کارل سکاو سفر د دې ښکارندویي کوي چې دوی لا هم د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې کارل سکاو د دغه سفر پرمهال افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام له فعالیتونو لیدنه وکړه او ویې لېدل چې پر ښځینه کارکوونکو د د کار بندیز څنګه دا فعالیتونه اغیزمن کړي دي.

خبرپاڼه کې د سکاو له خولې ویل شوي چې افغانستان کې یې د مرستندویه ادارو له ښځینه او نارینه کارکوونکو سره لیدلي او دا یې درک کړې چې هغوی اړمنو ته د مرستې رسولو برخه کې نه ستړې کېونکې هڅې کوي.

کارل سکاو ویلي، موږ به ډاډ ورکړو چې زموږ په فعالیتونو کې ښځینه کارکوونکې برخه لري او زموږ مرستې ټولو ښځو، سړیو،  نجونو او هلکانو ته رسیږي.

د خوړو نړېوال پروګرام وایي افغانستان لا هم د ځمکې پر سر تر ټولو ستر بشري ناورین دي چې پکې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له جدي نه خوندیتوب کړیږي چې دوه اعشاریه اته میلیونه هغه یې په بیړني وضعیت کې دي.

د خوړو نړېوال پروګرام اجرایه ریس تېره اونۍ هېواد ته راغلی و چې د کابل په ګډون پروان ته هم لاړ او دلته یې د ملګرو ملتونو ادارو مسوولینو، انجو ګانو مسوولینو او افغان چارواکو سره ولېدل.

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *