خوست اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سرحدي سیمو کې ۳۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د خوست ولایت په ۶ سرحدي ولسوالیو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته ور څېرمه سیمو کې ۳۸ پراختیايي پروژه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مالي ملاتړ پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د یاد وزارت د سرحدي څېړنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، ولایتي مسؤلینو او ځایي خلکو ګډون کړی وو.
مراسمو ته د وینا پر مهال مولوي محمداسماعیل غزني ویلي چې حکومت ژمن دی، تر څو په هر حالت کې د ملت او خاورې ساتنې او پر مختګ ته کار وکړي.
زیاتوي د اسلامي امارت رهبري اوس مهال د لرې پرتو سیمو خلکو او همدا شان مرکزي سیمو اوسېدونکو ته دده په ټکو یو ډول خدمتونه ترسره کوي او یاده برخه کې يي واټن لمنځه وړی دی.
پر وینا يي د همدې موخه د ترلاسه کولو په موخه د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په ځانګړي امر ۷ ولایتونو کې ۳۴۳ پروژې منظورې شوې دي، چې په خبره يي ځینې اوس مهال عملاً تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه: «د همدې موخې لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په هدایت، ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ۷ ولایتونو لپاره په بېلابېلو برخو کې ۳۴۳ پروژې منظورې شوې دي. چې له دې جملې څخه یوازې د خوست ولایت اړوند کربزو، سپېرې، تڼیو، مرکزي، علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ویالو، سرېندونو، ښوونځیو، مدرسو، مسجدونو، اوبو رسونې شبکو، سړکونو او استنادي دیوالونو د جوړولو په برخه کې ۳۸ پروژې عملي شي.»
ورته مهال د خوست ځايي مسولین وايي چې د دې ولایت اړوند سرحدي سیمو کې له تېرو ۵ لسیزو راپه دېخو دده په خبره د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسونه له هر ډول خدمتونو بې برخې وو.
هغه وايي اوس مهال یادې سیمې د حکومت د ځانګړې پاملرنې لاندې دي، او په خبره يي د پام وړ پرمختګ به وکړي.
محبوب شاه قانت وویل: «له تېرو پنځو پېړیو راهیسې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پراته ولسونه له دولتي خدماتو بې برخې پاتې وو، خو د اسلامي نظام تر پاملرنې لاندې دي او دا سیمې د پرمختګ په لور روانې دي.» د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو پیل ته ځايي خلک خوښ دي او زیاتوي چې پلي کېدو سره به يي ګڼې ستونزې حل شي. دوی له دولت په نورو برخو کې هم د ورته اقداماتو غوښتنه وکړه او چارواکو د لا ډېرو خدمتونو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی