پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
کلتور او هنر

ختیځ زون موزیم کې سلګونه تاریخي اثار ساتل کېږي

ختیځ زون موزیم کې سلګونه تاریخي اثار ساتل کېږي
  • Publishedزمری ۶, ۱۴۰۴

د ختیځ زون په موزیم کې اوس مهال سلګونه تاریخي اثار په خوندي او مسلکي ډول ساتل کېږي.

د دغه زون د امر ضیاءالحق شاهین پر وینا د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ تر اوسه دده په ټکو د سلګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

وايي یاد اثار اوس مهال د دې زون په موزیم کې د نوموړي په خبره پر خوندي او مسلکي ډول ساتل کېږي.

زیاتوي یو شمېر اثار د دوی د کمپاین په پایله کې خلکو خپله موزیم ته سپارلي دي، او هر څوک چې تاریخي اثار د هغه پر وینا راوړي د هماغه کس په نوم راجسټر کېږي.

وايي د ختیځ زون په موزیم کې دا مهال ۱۳ سوه او ۷۸ تاریخي اثار شته، چې په مختلفو دورو پورې اړه لري.

هغه دغه راز ډاډ ورکوي چې تاریخي اثار په ښه او مسلکي ډول ساتل کېږي.

همدې حال کې د ننګرهار اوسېدونکي د حکومت دغه ګام ستايي، او وايي یاده برخه کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکي هارون سادت په همدې اړه موج نیوز ته زیاته کړه: ( تاریخي اثار اوس دولت راټولوي دا ښه اقدام دی. موږ ورسره ولاړ یو، دوی باید دا فعالیت لا نور هم ګړندی کړي. ما داسې کسان ولیدل چې خپله دغه اثار موزیم ته سپاري، لرې پرتو سیمو کې هم باید په همدې اړه کمپاین ترسره شي.)

له کله چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی، د تاریخي اثارو د قاچاق او ساتنې اړوند فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

په همدې لړ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي ټول هېواد کې يي پر دې څار زیات کړی چې تاریخي اثار خوندي او د قاچاق مخنیوی يي وشي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان یو تاریخي هېواد دی او په بیلابیلو سیمو کې يي تاریخي اثار موندل کېږي چې قدامت يي په زرګونو کلونو اوړي.

Written By
Editor