حامد کرزی وايي په کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه ښکاره تېری دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس یو بیان کې لیکلي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه ښکاره او د یو هېواد ځمکنۍ بشپړتیا باندې څرګند تجاوز دی.
وایي دی، دا د نړېوالو اصولو څخه ښکاره تېری دی، او په سختو ټکو يي غندي.
زیاتوي: «د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او ناوړه پایلې پکې په پام کې نه نیول کېږي او هغه ستونزې چې نن پاکستان ورسره لاس او ګرېوان دي، د همدغو ناسمو پالیسیو پایلې دي.»
هغه په ټینګار سره ویلي چې پاکستان باید د تاوتریخوالي پر ځای د ګاونډیتوب اصولو او قوانیونو ته لومړیتوب ورکړي او دده په خبره باید پام ورته زیات کړي.
حامد کرزی وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې په کابل او پکتیکا کې د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونه وکړل او پکې يي د (ټي ټي پي) غړو په نښه کېدو خبر ورکړی دی.
ورته مهال دفاع وزارت هم دې تېري ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دا د یو هېواد په قلمرو ښکاره تجاوز دی چې پاکستان باید ورته پام وکړي.