پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
نړیوال خبرونه

تېره ورځ خیبرپښتونخوا کې ۱۲ پاکستاني عسکر وژل شوي

تېره ورځ خیبرپښتونخوا کې ۱۲ پاکستاني عسکر وژل شوي
  • Publishedوږی ۲۳, ۱۴۰۴

د پاکستان ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ له وسله والو سره په نښته کې ۱۲ عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ویل شوي دغه عسکر په دوه جلا نښتو کې وژل شوي.

باجوړ او جنوبي وزیرستان هغه سیمې دي، چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو رسنیو په عین وخت کې دا هم ویلي چې د همدې نښتو پر دوام ۳۵ وسله وال هم وژل شوي دي. دا هغه ادعا ده چې تر اوسه ورته کومې وسله والې ډلې غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا بېلابېلې سیمې د پاکستاني عسکرو او وسله والو ډلو د نښتو شاهدې دي، او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

Written By
Editor