شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
افغانستان

تېره میاشت د څه باندې ۲ زره وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی

تېره میاشت د څه باندې ۲ زره وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی
  • Publishedسلواغه ۷, ۱۴۰۴

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي تېره میاشت هېواد ته د څه باندې ۲ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

هېواد ته دا وګړي له هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو لا لارې داخل او بهر شوي، چې ټولیز شمېر يي ۲ زره او ۳۹۶ کسان ښودل شوي.

د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو له مخې په دې موده کې د ۴۳ ښځینوو په ګډون یو زر او ۲۲۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۶۹ نور له هېواده وتلي دي.

د دې ارقامو په اساس  یو زر او ۲۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو  او نهه تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۱۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي تر ټولو ډېر (۸۲۸) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۳ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته داخل شوي.

د ویلو ده چې تر دې دمخه هم یادې ادارې د سلګونه بهرنیو وګړو د تګ راتګ خبر ورکړی و، او دا یادونه يي کړې وه چې اوس مهال افغانستان ته تر ډېره بهرني وګړي د سیاحت په موخه راځي.

Written By
Editor