تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۷ زره میټریک ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو چارو وزارت وايي د روان ۱۴۰۴ کال د مرغومي (جدي) میاشتې له پیل تر پایه د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۹۹ زره او ۸۲۰) میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دې وزارت موج نیوز ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶ زره او ۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵ زره او ۲۸۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۷ زره او ۴۲) ټنه او د خواف –هرات (۹۱ زره او ۱۶۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۹۹ زره او۸۲۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
خبرپاڼه کاږي په انتقالاتو کې یوه برخه صادرات دي چې ۱ زر او ۲۵ ټنه شوي.
ویل شوي د یادو صادراتو لویه برخه وچه میوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دی.
د یادونې وړ ده چې ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې پر صادراتو ټینګار کوي او وايي هڅې روانې دي تر څو لا نوره پراختیا هم ورکړي.
