پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

تیرو شپږو میاشتو کې له ۵۲۵ زرو زیات پاسپورټونه وېشل شوي

تیرو شپږو میاشتو کې له ۵۲۵ زرو زیات پاسپورټونه وېشل شوي
  • Publishedتله ۳۰, ۱۴۰۴

د پاسپورټ لوی ریاست مسولین وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې له ۵۲۵ زرو څخه زیات پاسپورټونه وېشل دي.

د مسولینو په خبره یاد ریاست د پاسپورټونو د ویشلو ظرفیت تر دې هم لوی دی، او کولی شي چې هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونه پاسپورټونه وویشي.

ویل شوي چې اوس مهال په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویش په برخه کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

یوشمیر پاسپورټ غوښتونکې بیا د پاسپورټونو د ویش په برخه کې د اوسنیو اسانتیاوو ستاینه کوي خو په ورته مهال کې په ولایتونو کې د لا نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کوي.

Written By
Editor