تر اوسه په ۸ ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټ بند شوی دی

بلخ، لغمان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي، چې تر اوسه پکې د نوري فایبر انټرنیټ بند
شوی دی، او ښايي دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
تازه د کندز ولایت مقام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دا ګام يي د منکراتو د مخنیوي په موخه اخیتسی دی. خو ویل شوي: «د بدیلو لارو چارو په برابرولو به غور وشي».
اعلامیه کاږي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د کندوز زون (کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونه) کې نوري فایبر انټرنټي خدمتونه په مطلقه توګه بند شول او تر دې وروسته به د دې کیبل له لارې انټرنټ نه وي. دا اقدام د منکراتو د مخنیوي په موخه شوی او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په هېواد کې دننه بدیله لاره برابره شي.»
ورته مهال ځینې کارپوهان د دولت دغه ګام غندي او وايي چې اوس مهال انټرنیټ ته د یوې اړتیا په توګه باید وکتل شي. ځکه پر وینا يي له دې پرته ژوند تېرول ستونزمن کېدلی شي.

دوی زیاتوي اسلامي امارت باید بدیلې لارې چارې ولټوي.
همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایع خونې غړی خانجان الکوزي ویلي څرنګه چې اوس مهال الوتکې موټرونه او نور پرمختللي وسایل مهم دي دده په خبره انټرنیټ هم ضرور دی.
هغه وویل: «څرنګه چې نن ورځ الوتکې، موټرونه او ترانسپورت مهم دي، همداسې انټرنېټ هم مهم دی او اړیکو ته ډېره زیاته پاملرنه ورکړل شوې.»
له دې سره ترخوا د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم هم دې موضوع ته اشاره کړې او ویلي دي، که څه هم انټرنیټ د پرمختګ یو لامل دی، خو زیاتوي له بل اړخه يي فساد هم ډېر کړی دی.
زیاتوي: «دا نږدې والی به یو پرمختګ وي، دا تواصل به یو پرمختګ یې، د انټرنټ اساني او ټیلیفوني اساني په یو پرمختګ وي خو له بلې خوا ځوانانو د دغې ټولنیزو رسنیو، انټرنټ او موبایلونو مفاسدو مشکلات هم ډېر دي.»
اوس مهال د افغان ټلیکام نوري فایبر انټرنیټ هېواد کې له ۶۰ سلنې زیات د نوري فایبر خدمتونه وړاندې کوي او بندېدل به يي خورا ډېرې ستونزې را ولاړې کړي.
د اترا ادارې د معلوماتو په استناد د نوري فایبر پاتې ۴۰ سلنه نور خدمتونه د ۵ شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې دمخه هېواد کې د نوري فایبر انټرنیټ د بندېدو په اړه رسمي څرګندونې وشوې او دا لړۍ د بلخ ولایت څخه پیل شوه چې تر اوسه ۸ ولایتونو ته غځېدلې ده.