تاتارسان د افغانستان په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د تاتارستان لومړي وزیر مرستیال چې کابل ته راغلی د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په کتنه کې يي ویلي چمتو دي چې د افغانستان په یو شمېر کانونو پانګونه وکړي.
اولیګ ولادیمیرویچ سره د ملا هدایت لله بدري په دې کتنه کې د پانګونې په اړه لازم مذاکرات شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت څخه رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او تاتارستان د ګډو اقتصادي اړیکو او پانګونې د پیاوړتیا په موخه خبرې کړې.
خبرپاڼه کې د اولیګ له قوله راغلي: ( زموږ شرکتونه د نفتو، اوسپنې او سر زرو په برخه کې د ښو تجربو په لرلو سره په بېلا بېلو هېوادونو کې کار کوي او ژمن یو، چې د افغانستان د کانې زېرمو په برخه کې ګډې همکارۍ او د پانګونې په برخه کې کار وکړو.)
دغه راز نوموړي د نفتو، جستو، اوسپنې او سروزرو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا ښودلې ده.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د تاتارستان د پانګونې هرکلی کړی دی او په عین وخت کې يي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
هغه دغه راز له تاتارستان غوښتي تر څو د کاني زېرمو د سروې، د ګازو او نفتو د استخراج او پروسېس کارخونو په جوړولو هم پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د یادې غوندې په پای کې دواړو لورو د ګډو تخنیکي ټیمونه پر جوړولو د کانونو د سروې، اکتشاف او کیندنې په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
