بنګلدیش افغانستان ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان اوبنګله دیش ترمنځ یواځینۍ ټیسټ لوبه چې د بنګله دیش په کوربتوب ترسره شوه د بنګله دیش لوبډلې په لوۍ توپیر ۵۴۶ منډو وګټله .
د لوبې په لومړۍ ورځ پچه د افغانستان ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې کوربه لوبډلې ۳۸۲ منډې وکړې چې افغان لوبډلې یې په ځواب کې د ټولو ویکټو په زیان یواځې ۱۴۵ منډې جوړې کړې .
په دویمه پاڼۍ کې هم بنګله دیش لوبډلې ښه لوبه وکړه او۴۲۵ منډې یې جوړې کړې او افغان لوډلې ته یې ۶۶۲ منډې هدف وټاکه.
د افغان کرېکټ ملي لوبډله د لوبې په څلورمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۱۵ منډې وکړې.
د بنګله دیش لوبډلې لپاره نجم الحسین شانټو ښه لوبه وکړه .
هغه په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۶،اوپه دویمه کې یې ۱۲۴ منډې جوړې کړې .
افغان لوبډلې لپاره نجات مسعود په لومړۍ پاڼۍ کې پنځه لوبغاړي وسوځول خو په دویمه پاڼۍ کې یې بیا کومه ویکټ ترلاسه نکړه.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د حشمت الله شهیدي پرځای بهیر شاه محبوب ولوبیده خوهغه هم لکه د نورو افغان لوبغاړو ښه لوبه ونکړه اوپه ۷ منډو وسوځیده .
افغانستان تراوسه ټولې شپږ ټیسټ لوبې کړي چې ،درې یې ګټلي اوپاتې درې یې بایللي دي.
د افغانستان اوبنګله دیش ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸ م کې ترسره شوې وه چې هغه لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر ګټلې وه.
ټاکل شوې د افغانستان اوبنګله دیش ترمنځ به د درې یو ورځنیو اودوه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د را روانې جولای میاشتې په پنځمه نیټه دبنګله دیش په کوربتوب پیل شی.