بنلګه دېش او پاکستان کړکیچنې اړیکې رغوي

د بنګله دېش او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړو چارواکو موافقه کړې، چې کړکیچنې اړیکې به له سره رغوي او په عین وخت کې به سوداګري هم زیاته وي.
دغه موافقه وروسته له هغې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروسته له ۱۳ کالونو د یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په توګه له دې هېواد رسمي لیدنه وکړه.
هغه ډاکې ته له رسېدو سره سم د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت له یو سلاکار محمدتوحید حسین سره ولیدل، چې په دې کتنه کې موافقه وشوه تر څو کړکیچنې اړیکې ورغوي.
خو ښاغلي حسین له نوموړي وغوښتل باید پاکستان دده په ټکو د جګړې پر مهال د شوو ظلمونو بخښنه په رسمي ډول وغواړي.
ورته مهال اسحاق ډار دا غوښتنه منلې، او یاده برخه کې يي د بیړني ګام یادونه کړې ده.
د پاکستان پوځ د ۱۹۷۱ میلادي کال د جګړې پر مهال په پراخو وژنو تورن دی.
بنلګه دېش وايي دې جګړو کې د اټکل له مخې میلیونونه کسان وژل شوي دي، او دغه راز دوه برابره ټپیان هم دي.
ورته مهال په ډاکه کې هم یو شمېر کسانو د اسحاق ډار راتګ ته غبرګون ښودلی او له اسلام اباد يي غوښتي تر څو یاده برخه کې رسمي بخښنه وغواړي.
همدې حال کې د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمدتوحید حسین ویلي له اسحاق ډار سره پر دې موافقه شوې چې اړیکې بیا ورغول شي.
دغه راز دواړو لورو د تجارتي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترخوا د کلتوري تبادلو د زیاتوالي تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان او بنلګه دېش په ۱۹۷۱ میلادي کال خورا خطرناکې جګړې وکړې، چې په پایله کې يي بنګله دېش خپلواکي واخیتسه او له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې دواړه لوري سره په رسمي ډول دا شان موافقې کوي.