پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
نړیوال خبرونه

برېټانیا نن د فلسطین دولت په رسمیت پیژني

برېټانیا نن د فلسطین دولت په رسمیت پیژني
  • Publishedوږی ۳۰, ۱۴۰۴

تمه شته چې نن د برېټانیا لومړی وزیر کییر سټارمر د فلسطین دولت د رسمیت پیژندلو اعلان وکړي.

هغه په تېره جولای میاشت کې ویلي وو، غواړي د فلسطین دولت په مشروط ډول په رسمیت وپيژني. هماغه مهال يي زیاته کړې وه چې له خپلې پرېکړې به هغه مهال تېر شي که اسراییل دوامداره اوربند ته غاړه کېږي.

خو دا هغه غوښتنه وه، چې تر اوسه پوره شوې نه ده.

که د فلسطین دولت برېټانیا په رسمیت وپیژني دا به د یاد هېواد په سیاست کې یو لوی بدلون وي.

د برېټانیا پخوانیو دولتونو د فلسطین دولت په رسمیت پیژندل د سولې تړون پورې محدوداوه. خو اوس داسې ښکاري چې دې برخه کې يي جدي ګامونه اخیستي دي.

دې اقدام په دننه اسراییل کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

محافظه کارانو او یو شمېر د اسراییل اسېدونکو ویلي چې برېټانیا له وخت مخکې ګام اخلي.

باید وویل شي چې له برېټانیا ترخوا یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم په دې اړه څرګندونې کړې دي خو لا تر اوسه يي عملي اقدامات نه دي ترسره کړي.

Written By
Editor