اوچا وايي په افغانستان کې د وچکالۍ ګواښ لوړې کچې ته رسېدلی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په افغانستان کې د وچکالۍ ګواښ جدي شوی، او لوړې کچې ته رسېدلی دی.
واچا د یو راپور په خپرولو سره چې موج نیوز ته هم رسېدلی دی، زیاته کړې د دې هېواد په شمالي، لویدیځو، شمال ختیځو او مرکزي سیمو کې دا ګواښ لا لوړ دی.
د راپور په ټکو افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل تر اوسه د باران کچه له منځنۍ (متوسط) اندارې ټیټه پاتې شوې ده، او دې ستونزې دا خطر جدی کړی دی.
اوچا د هېواد اوسنی حالت له ۲۰۱۸ کال سره ورته کړی دی او په ټینګار سره يي ویلي دا هېواد هممهاله له څو بحرانونو سره مخ دی.
۲۰۱۸ هغه کال وو، چې د وچکالۍ له امله پکې د ۳۰۰ زره زیات افغانان بې ځایه شول، او دغه راز ۳ نیم میلیونه کسان د خوړو له جدي ستونزې سره مخ وو.
له ګاونډیو هېودونو د کډوالو راتګ، د ختیځو ولایتونو زوروره زلزله او د بشرپاله مرستو د بودجې کمښت بیا نور هغه عوامل ښودل شوي چې اوس مهال د افغانانو ژوند ګواښي.
دې راپور کې د ښخو او انجونو روان وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې له خورا محدویتونو سره مل ژوند تېروي. هغه ادعا چې اسلامي امارت وار په وار رد کړې ده، او ویلي دي چې د ښځو او انجونو ټول حقوق يي ورکړي دي.
د یادونې وړ ده چې راپور کې د تازه راستنو شوو وضعیت ته په کوردننه ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.