پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
نړیوال خبرونه

امریکا کې د یو ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو وژل شوي

امریکا کې د یو ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو وژل شوي
  • Publishedوږی ۶, ۱۴۰۴

د امریکا د متحده ایالاتو د مینیسوټا ایالت چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس د میناپولیس د یو کاتولیک ښوونځي پر زده کوونکو ډزې کړې دي.

ویل شوي یادو ډزو کې دوه زده کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

بریدګر ښوونځي ته نږدې یوې کلیسا ته پورته شوی وو، او له هغه ځایه يي ډزې کولې.

وروسته له دې چې مرمۍ ورسره خلاصې شوي ویل کېږي ځان يي هم وژلی دی.

د مینیا پولیس د پولیسو مشر له برید وروسته خبریالانو ته وویل: « دا د بې ګناه ماشومانو او نورو کسانو پر وړاندې چې عبادت یې کاوه د تاوتریخوالي قصدي عمل و. له کوچنیانو په ډکه کلیسا کې ډزې د ظلم او ډارن عمل دی.»

ورته مهال د یوې ځايي رسنۍ په راپور کې لیدل کېږي، چې میندې او پلرونه د پولیسو له ژیړې پټۍ تېرېږي او خپل اولادونه له ښوونځي وباسي.

چارواکي وايي لا تر اوسه د بریدکوونکي د برید انګېزه نه ده معلومه او نه يي هم وړاندې جرمي دوسیه لرلې ده.

مګر ویل شوي چې تورې جامې يي پر تن وې او د ډزو پر مهال په قهر معلومېده.

د یادونې وړ ده چې د مینیسوټا ایالت د ماشومانو روغتون هم تایید کړې چې یو شمېر ماشومان د درمنلې په موخه ور وړل شوې دي.

Written By
Editor