پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
ساینس او ټکنالوجي

افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ ؛ یو شمیر محصلینو د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس په برخه کې له روزنیز پروګرام سندونه ترلاسه کړل.

افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ ؛ یو شمیر محصلینو د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس په برخه کې له روزنیز پروګرام سندونه ترلاسه کړل.
  • Publishedلړم ۱, ۱۴۰۳

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت له لوري، نن د افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ پر یو شمېر محصلینو تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې.

دغې ډلې محصلینو د یاد وزارت له لورې په یوه میاشتنۍ روزنیزه دوره کې ګډون کړی و، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس تر څنګ یي د مکتوب، استعلام او پېشنهاد لیکلو برخه کې پر عملې او نظرې موضوعاتو کار کړی.

خبر زیاتوي؛ په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې مولوي قدرت الله جمال وویل چې ټولنه د استعدادونو پر مټ راپورته کېږي هغه افغانان د نړۍ په کچه د ښو استعدادونو خاوندان وبلل او زیاته یي کړه چې دغه استعدادونه باید وهڅول شي.

ښاغلي جمال، د دغې روزنیزې دروې له ګډونوالو څخه وغوښتل، له خپلو زده کړو او تجربو د هېواد په پرمختګ او آبادۍ ګټه پورته کړي، او هڅه وکړي چې خپله علمي او تحصیلي کچه لوړه کړي.

 د مالي، اداري او ګرځندوی معین وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه شان روزنیزو دورو او برنامو د ترسره کولو ملاتړ کوي او په راتلونکې به له نورې لازمې او اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

، د روزنیزې دورې یو تن د ګډوال د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو په خاطر د دغه وزارت له بشري سرچینو ریاست څخه د مننې ترڅنګ؛ د دغه شان روزنیزو دورو د دوام غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې، مسئولینو د یادې روزنیزې دورې پر ګډونوالو تصدیق‌پاڼې ووېشلې.

Written By
Editor