پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سپورت

افغان ووشو لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د پام وړ ځلیدلي

افغان ووشو لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د پام وړ ځلیدلي
  • Publishedزمری ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسولین وايي د دې ریاست تر چتر لاندې د ووشو فدراسیون لوبغاړي د چین په کوربتوب اسیايي سیالیو کې د پام وړ ځلیدلي دي.

دوی همدې لوبو کې د سپین زر او برونزو مډالونه ګټلي دي.

دې سیالیو کې افغان ووشو کار محمدطه اسحاقي د تالو په سبک کې خپل مکاو او بروناي سیالان مات کړي چې د سپینو  زرو مډوال يي ګټلی دی.

همدا شان احمد اکبري د شاندا په سبک او ۵۲ کیلو وزن کې له یو استراحت او ترکمنستاني سیال مات کړی دی، چې د برونزو مډال يي ترلاسه کړی.

ویل شوي که ښاغلی اکبري نن خپل چینايي تایپي سیال مات کړي، نو کولی شي چې نقره يي مډال لاسته راوړي.

دا سیالي د ځوانانو او نویو ځوانانو ترمنځ د چین په شانګهاي ښار کې ترسره شوې.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه پکې ۷ ووشو کارانو ګډون کړی وو.

Written By
Editor