افغانستان نن له بنګله دېش سره ۲ مه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره ۲ مه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي. د دې لوبلړۍ لومړۍ هغه افغانستان ګټلې وه.
دا دوهمه سیالۍ ده، که افغانستان يي وګټي، نو ورسره به د ۵۰ اورونو درې ورځنۍ لوبلړۍ په خپل نوم کړي او که بنګله دېش يي ګټي بیا به دریمه لوبه د پایلوبې په توګه ترسره کېږي.
همدې حال کې کرکټ بورډ هم ویلي چې لوبغاړي بشپړ اماده دي، او یاده سیالۍ به د تېرې هغې په څېر د افغانستان په ګټه تمامه کړي.
یاده لوبه د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د همدې لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۴ مه نېټه ترسره شي.