پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سپورت

افغانستان نن له بنګله دېش سره د ۵۰ اورونو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

افغانستان نن له بنګله دېش سره د ۵۰ اورونو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي
  • Publishedتله ۲۲, ۱۴۰۴

د افغاستان کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره د ۳ یو ورځنیو سیالیو وروستۍ سیالۍ ترسره کوي.

تر دې دمخه دوه لوبې افغانستان ګټلي دي، چې ورسره يي یاده لوبلړۍ هم په خپل نوم کړې ده. دا دریمه او وروستۍ سیالۍ ده.

د کرکټ یو شمېر مینوال بیا وايي که افغانستان دا لوبه ګټي ورسره به يي د تېر ۲۰ اوریزې لوبلړۍ غچ له سیالې لوبډلې اخیستی وي. ځکه بنګله دېش یاده لوبلړۍ ۳ـ۰ په مقابل کې له افغانستان څخه ګټلې وه.

همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ وايي لوبغاړي وروستۍ سیالۍ ته بشپړ چمتو دي، او تمه څرګندوي چې یاده لوبه به هم د خپل وطن په نوم کړي.

Written By
Editor