افغانستان د شانګهاي سازمان د سرمشریزې یوه مهمه موضوع وه

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه چې د چین په کوربتوب ترسره شوه، افغانستان يي دا ځل بیا هم یوه مهمه موضوع وه.
دې سرمشریزه کې د روسیې، چین، هند، ایران او ازبکستان لوړپوړو چارواکو ترخوا د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو.
غونډې ته د وینا پر مهال د هند لومړي وزیر ویلي هېواد يي غواړي افغانستان د سمیې د وصل په نقطه بدل شي، او دې برخه کې د چابهار بندر څخه ګټه اخیستل یو هم ګام دی.
وايي د چابهار بندر د سیمې په نښلولو کې دده په خبره مهم رول لوبولی شي.
ورته مهال یاده سرمشریزه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې دې هېواد کې باید د ټولنیزو او اقتصادي پروژو ملاتړ ته زمینه برابره شي.
زیاتوي له خپلو شریکانو سره به په ګډه افغانستان کې هغه پروژې پلي کړو چې د نوموړي پر وینا نیمګړې پاتې دي.
په خبره يي افغانستان سره به سیمه ییزې همکارۍ لا پراخه کړي.
همدې حال کې د ایران ولسمشر ویلي هېواد يي د هند او افغانستان په نښلولو کار کوي.
زیاتوي چابهار بندر له لارې به دواړه هېواد او منځنۍ اسیا سره وصل شي.
د یادونې وړ ده چې د شانګهاي همکارۍ سازمان دا غونډه یو ځل بیا د اسلامي امارت له حضور پرته ترسره شوه، مګر افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت پر مټ بیا هم د دې غونډې یوه مهمه موضوع وه.