پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سپورت

افغانستان او بنګله دېش نن د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي

افغانستان او بنګله دېش نن د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي
  • Publishedتله ۱۶, ۱۴۰۴

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ټیمونه نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي. دوی داسې مهال د ۵۰ اورونو لوبلړۍ پیلوي چې تر دې دمخه د ۲۰ اورونو لوبلړۍ کې بنګله دېش افغانستان ته ۰ـ۳ ماتې ورکړې ده.

کرکټ بورډ وايي نننۍ لوبې ته افغان لوبغاړي بشپړ چمتو دي او د تېرو سیالیو په پرتله به جلا لوبه ترسره کړي.

خو د کرکټ مینوال بیا د افغانستان په وروستیو لوبو نیوکې کوي، چې ګواکې ښې لوبې يي نه دي ترسره کړي او یا يي هم د لوبډلې په ترکیب کې وړ لوبغاړي نه دي خای کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې لوبلړۍ دوهمه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱ مه او دریمه هغه يي په ۱۴ مه کېږي.

Written By
Editor