شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
دولت او سیاست

اسلامي امارت له امریکا د محمدرحیم افغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

اسلامي امارت له امریکا د محمدرحیم افغاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
  • Publishedسلواغه ۷, ۱۴۰۴

اسلامي امارت له امریکا غوښتي چې په ګوانتانامو کې بندي محمدرحیم افغاني خلاص کړي.

دا خبر نن نیویارک ټایمز ورکړی دی.

ویل شوي اسلامي امارت د هغه په بدل کې د دوو امریکايي اتباعو د خلاصون ژمنه هم کړې ده.

نیویارک ټایمز د ذبیح الله مجاهد له قوله دا خبر ورکړی.

د هغه له قوله دې خپور شوي راپور کې راغلي چې اسلامي امارت د ښآغلي افغاني خلاصون لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.

د یادونې وړ ده چې محمدرحیم افغاني له ۲۰۰۸ کال راهیسي  امریکا په ګوانتانامو زندان کې بندي دی او دا وروستی افغان دی چې په یاد زندان کې شپې او ورځې تېروي.

Written By
Editor