پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

اترش هلته په جرم تورن افغانان کابل ته را استولی دی

اترش هلته په جرم تورن افغانان کابل ته را استولی دی
  • Publishedتله ۳۰, ۱۴۰۴

د اترش حکومت وايي چې نن يي یو افغان د ترکیې له لارې افغانستان ته ځکه استولی دی، چې په جرم تورن وو.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، دا لومړی ځل دی چې یاد هېواد افغانستان ته یو افغان استوي.

دغه کس چې نوم يي نه دی په ډاګه شوی، اترش کې پخوا په جنسي تېري تورن شوی وو.

نوموړي هلته وړاندې ۴ کاله بند هم تېر کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي هلته په جرم تورن کسان به افغانستان ته واستول شي خو شمېره يي نه ده څرګنده شوې.

Written By
Editor