شنبه,۲۴ غبرګولى ۱۴۰۴
Uncategorized @ps

یونیسف: په کابل کې د اوبو په کمښت اندېښنه ښودلې

یونیسف: په کابل کې د اوبو په کمښت اندېښنه ښودلې
  • Publishedلړم ۹, ۱۴۰۳

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، که پر وخت رسېدنه ونشي، نو تر ۲۰۳۰ م کال پوري به په کابل ښارکې د اوبو کچه د پام وړ ښکته شي.

یادې ادارې تېره ورځ سې شنبه په خپله اکس پاڼه لیکلي، د اوبو کچې د ښکته کېدو عمده لاملونه په کابل ښار کې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه او د اقلیم بدلون اغېزي دي، چې له امله یې په دې ښارکې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په زیاته اندازه کمه شوي ده.

دوی داهم ویلي، چې د تېرو څولسیزو جګړو او نامنیو له امله افغانستان نشي کولی ترڅو د اقلیم بدلون اغېزو سره په سمه توګه مقابله وکړي.

په ورته وخت یونیسف زیاته کړې اوسمهال په دې هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته په پوره ډول لاسرسی نه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کابل ترڅنګ د هېواد په یوشمېر نورو ښارونو کې هم خلک د پاکو اوبو د کمښت سره مخ دي.

Written By
Editor