کونړ کې ځینې کورنۍ لا هم د مرستو په تمه دي
د هېواد په ختیځ کې د شوې زورورې زلزلې نن دریمه ورځ ده، مګر لا هم ځینې کورنۍ د نړېوالو او کورنیو بنسټونو مرستو ته په تمه دي.
یو شمېر کسانو له موج نیوز سره خبرو کې ویلي زلزلې ترې د کورنۍ غړي، خپلوان، مالونه او هر څه اخیستي چې پر وینا اوس مهال هیڅ نه دي پاتي او د دولت ترخوا د ځینو بنسټونو مرستو ته په تمه دي.
وايي که دولت جدي ګام وانخلي زیانمن به لا پسې زیانمن شي.
د دوی په خبره مرستې ورسره شوې خو محدودې دي.
همدې حال کې یو شمېر نړېوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو تازه د زلزله ځپلو سره د مرستو خبر ورکړی دی.
ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، پاکستان، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان او ایران هغه هېوادونه او بنسټونه دي، چې تر اوسه يي د مرستو خبر ورکړی دی.
برېټانیا بیا نن وویل ۱۰ میلیونه فونډ يي زلزله ځپلو ته ځانګړي دي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي یادې مرستې به د سره صلیب او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په هڅو زیانمنو کورنیو ته وویشل شي.
هاخوا یو شمېر کورنيو بنسټونو هم د مرستو رسولو ویلي او دې برخه کې په هڅو بوخت دي.
دغه راز بیا ځینو لوبغاړو او شتمنو هېوادونو هم د مرستو رسولو یادونه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې کونړ کې لا هم د ژغورنې هڅې دوام لري، او خلک د دولت او نړېوالو بنسټونو مرستو ته په تمه دي.
