پنج شنبه,۱۸ سلواغه ۱۴۰۳
سوداګري

کانونو وزارت هرات کې د شیدا مسو کېندنه پیلوي

کانونو وزارت هرات کې د شیدا مسو کېندنه پیلوي
  • Publishedغبرګولى ۲۷, ۱۴۰۲

د کانونو او پټرولیم وزارت د ټویټونو په یوه لړۍ کې ویلي چې هرات کې د شیدا په نوم د مسو کان د کیندنې چارې د تېر حکومت پر مهال د نا امنیو له امله دریدلې وې چې اوس یې د بیا پیل لپاره هڅې پیل شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې سرپرست وزیر شهاب الدین دلارو په همدې موخه د دې کان د قراردادي شرکت له مشر سره لیدنه کړې او د چارو د بیا پیل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د سېلک روډ میننګ په نوم یاد شرکت ته د شیدا کان قرارداد تېر افغان حکومت ورکړی و خو کېندنه یې نه ده کړې.

وزارت د سرپرست وزیر له خولې ویلي، که قراردادي شرکت د کان کېندنې ته ژمن وي دوی ورسره د کانونو قانونو پر بنسټ هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

هرات کې د شیدا مسو کان چې د یاد ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ په ګډه پوله پروت دی د هېواد د مسو له لویو کانونو شمېرل کیږي.

Written By
Editor

1 Comment

  • Some really nice stuff on this internet site, I enjoy it.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *