څلورو ماشومانو ته د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې بریالي جراحي عملیات ترسره شول

شهید سردار محمد داود خان روغتون خبر ورکړی چې په دغه روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.
دغه ماشومان، چې له ولادي او کسبي معیوبیتونو سره مخ وو، د C.O.F.O (زمونږ د راتلونکي ماشومانو موسسې) له لوري جرمني ته لیږدول شوي ول، خو بشپړه درملنه یې نه وه شوې.
هېواد ته راستنېدو وروسته، موسسې یاد روغتون ته معرفي کړل.
خبر زیاتوي، په تېرو دوو اونیو کې د هډوکو پیوند، تثبیت او پلاستیکي جراحۍ عملیاتونه د اورتوپیډي، ټراماتولوژۍ د جراحي متخصصینو او یوه هندي متخصص په همکارۍ په بریالیتوب ترسره شول.
د خبر له مخې د ماشومانو جراحي پیچلتیاوو او د مفصلونو کاذبې ناروغیو سره سره، د عملیاتو پایله قناعت بښونکې وه، او دا ماشومان به په راتلونکي کې خپل نورمال ژوند ته دوام ورکړي.