پکتیکا کې د ۱۴۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوشمېر پروژې ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې
د پکتیکا ولایت مسوولین وايي، یادې پروژې چې پنځه روغتیايي مرکزونه په کې شامل دي، د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې یې چاري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتیايي مرکزونه په نکه، سروبي، وازیخوا، تروې او وړممۍ ولسوالیو کې د ( AYSO) او ( UNFPA) موسسو په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د عامي روغتیا وزارت د مرستیال شیخ عبدالولي حقاني له لوري ګټي اخستنې ته وسپارل شول.
په ورته وخت په یادو مراسمو کې شیخ عبدالولي حقاني ویلي، پکتیکا ته به په روغتیايي برخه کې لانوره زیاته پاملرنه هم وشي او په دې برخه کې به شته ستونزو ته پروخت رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې هم د دې ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ روغتونونو چاري بشپړې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ترڅنګ د دې وړاندې د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.