سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
سپورت

پکتیکا کې د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د نیزه وهني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

پکتیکا کې د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د نیزه وهني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
  • Publishedليندۍ ۷, ۱۴۰۳

یادې سیالۍ د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د نیزه وهنې فد راسیون له لوری جوړي شوي وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

په دغه سیالیو کې د پکتیکا د مرکز او ولسوالیو ۵۲ لوبغاړو ګډون کړی و، چې موخه یې د یاد ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوره کول و.

په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي وایي، دا ډول سیالۍ نه یواځې د ځوانانو د وړتیاوو د معلومولو لپاره ګټوري دي، بلکې د سپورټ فرهنګ د ودې او ځوانانو د هڅونې په برخه کې هم مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو رشتو لپاره ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې او په ځينو نورو ولایتونو کې لاهم دوام لري.

Written By
Editor