سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
روغتیا

په ۳۱۸ ولسوالیو کې د نویو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې

په ۳۱۸ ولسوالیو کې د نویو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې
  • Publishedمرغومی ۶, ۱۴۰۳

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، د ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د رغنیزو چارو د پیل خبر ورکړ.

په دې اړه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یو خبري کنفرانس پر مهال جلالي وویل: “د دې روغتونونو په جوړېدو سره به هېواد کې روغتیايي سیستم پیاوړی شي او د لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو په برخه کې به پراختیا رامنځته شي.”

د مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت، د دې روغتونونو د تدارکاتي چارو د شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې هر روغتون به له ۲۳ تر ۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت ولري. د پنځو روغتونونو قراردادونه بشپړ شوي، او د نورو تدارکاتي پروسه په وروستي پړاو کې ده.

Written By
Editor