په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد درې ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
په دې کمپاین کې به په کابل، کندهار، هلمند، اورزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې له پنځو کلونو څخه د کم عمره شاوخوا څلور میلیونه او درې سوه زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
دا کمپاین وروسته له هغه ترسره کېږي چې په سپټمبر میاشت کې د واکسین پروګرامونه نژدې دوه میاشتې ځنډېدلي وو.