په کابل کې د چین سفیر د افغانستان بانک له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک سرپرست په کابل کې د چین سفیر وانگ یو سره کتلي دي. د افغانستان بانک وایي په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د اقتصاد، بانکي اړیکو، سوداګرۍ او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
چین په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اقتصادي ودې په اړه له بیلا بیلو ادارو سره په خبرو اترو بوخت دی او هڅه کوي چې په افغانستا سترې پروژې تر لاسه کړي .
له دې وړاندې چین په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د زیاتې پانګونې ژمنې کړي او هڅه کوي چې زیات قراردادونه تر لاسه کړي .
تازه د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د مس عینک کان په اړه چینانو ته ویلي چې ژر تر ژره یې کارونه پیل کړي.
1 Comment
I got what you mean , regards for putting up.Woh I am happy to find this website through google.