دوشنبه,۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
سپورت

په پنجشیر کې د بزکشۍ ملي سیالۍ ترسره شوې

په پنجشیر کې د بزکشۍ ملي سیالۍ ترسره شوې
  • Publishedوری ۲۵, ۱۴۰۴

په پنجشیر ولایت کې د بزکشۍ ملي او دودیزې سیالۍ پای لوبه د یاد ولایت والي  محمد آغا حکیم په حضور کې ترسره شوه.

د پنجشیر د والي ویاند، سیف الدین لټون وایي، چې په دې سیالیو کې د پروان، کاپیسا، هرات، او پنجشیر لوبډلو ګډون کړی و.

نوموړی زیاتوي، د هندوکش ټیم لومړی مقام خپل کړ، او زیاتره امتیازات یې د پنجشیر لوبغاړو ترلاسه کړل.

هغه وایي، یادې سیالۍ ته زرګونه مینه‌وال راغلي وو، چې د ولایت رهبرۍ، علماوو، قومي مشرانو او د بېلابېلو ولایتونو ورزش ‌پالو ګډون کړی و.

لټون زیاته کړه، د پنجشیر والي او امنیه قوماندان د لوبغاړو د هڅونې لپاره نغدي انعامونه ورکړل، چې د لوبغاړو له هرکلي سره مخ شول او د دوې هڅونې یې د ورزش پرمختګ لپاره مهمه وبلله.

Written By
Editor