شنبه,۲۴ غبرګولى ۱۴۰۴
روغتیا

په پنجشیر کې به روغتیايي برخې ته پاملرنه زیاته شي

په پنجشیر کې به روغتیايي برخې ته پاملرنه زیاته شي
  • Publishedغبرګولى ۲۵, ۱۴۰۲

د پنجشېر والي حفظ محمد اغا حکیم د هېوادونو په کچه د ایمرجنسی روغتیایي مرکزونو له مشر سره په لیدنه کې د پنجشېر ولایت د روغتیایي سیستم سره د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تېره ورځ د پنجشېر والي د ایمرجنسي روغتونونو عمومي مشر پیترو او د افغانستان د ایمرجنسي روغتونونو مسؤل استیفانو او ورسره مل پلاوي سره په لیدنه کې په دې ولایت کې د دوي له کړیو خدمتونو څخه مننه وکړه او له تېر څخه د دې ولايت د پاتې پرځېدلي روغتیايي سیستم په رغولو کې يې له دوي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پنجشېر والي وویل: د پنجشېر ولایت په ټولو برخو کې وروسته پاتې دی، او په تېر کې يې هیڅ سکتور ته پاملرنه ،نه ده شوې.

د هغه پر وینا له لسیزو وروسته ډاډمن امنیت دا زیری راکوي چې د دې ولایت خلکو ته د ژوند په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنخ ته شي .

حافظ صاحب ټینګار وکړ، چې د دې ولایت د روغتیا د برخې معیاري کول او د خدماتو پراختیا يې د کار په اولویت کې ده.

هغه راغلي پلاوي ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ورڅخه يې وغوښتل، چې پنجشېر ولایت روغتیایی سیستم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا رئیس دوکتور اسد الله نجات د ا.ا له راتګ وروسته د روغتیا په برخه کې یو شمېر پرمختګونه یاد کړل او د پنجشېر والي ته يې ډاډ ورکړ، چې د ياد ولايت د روغتیایي برخې په رغونه کې له هيڅ راز هڅو مخ نه اړوي.

راغلي پلاوي د ولایتي ادرې د مسؤلینو په غوښتنه د ابشار په ولسوالۍ کې د یوباب روغتیايي مرکز د رغولو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پنجشېر ولایت ته د نړیوالو مرسته کوونکو پاملرنه زیاته شوې.

 ولایتي اداره وايې: په تېر کې دغه ولایت له هره اړخه محروم پاتې شوی اوس هڅه کوي، د مرکزي مشرتابه او نړیوالو موسساتو د پاملرنې په جلبولو سره په کې په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي او خلکو ته خدمات پراخ کړي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې امنيتي او همغږي کوونکو  ټيمونو پلاوو د دې ولايت له والي سره په ناستو کې د دغه ولايت  ډاډمن امنيت ،د ولايتي ادارې لېوالتيا او د خلکو غربت  ته په اشارې  ژمنه کړې ،چې هڅه به وکړي د ملګرو ملتونو ۲۵ مرسته کوونکې ادارې د پنجشېر د خلکو سره مرستو ته راوړاندې کړي.

Written By
Editor

2 Comments

  • hello there and thank you for your info – I have definitely picked up anything new from right here. I did however expertise some technical issues using this web site, as I experienced to reload the web site many times previous to I could get it to load properly. I had been wondering if your hosting is OK? Not that I’m complaining, but sluggish loading instances times will very frequently affect your placement in google and could damage your high-quality score if ads and marketing with Adwords. Anyway I am adding this RSS to my email and could look out for a lot more of your respective interesting content. Ensure that you update this again very soon..

  • Excellent items from you, man. I’ve be mindful your stuff prior to and you’re just extremely great. I really like what you’ve got here, certainly like what you are stating and the best way during which you say it. You are making it entertaining and you still take care of to stay it smart. I can not wait to read far more from you. That is really a terrific site.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *