په پاکستان کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي.
په پاکستان کې د ګلګېټ بلتستان په سیمه کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي دي.
چارواکي وايي، بس د ۲۷ سپرلۍ له منځه ۱۲ نور کسان لا هم لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی.
پېښه هغه مهال وشوه چې ډرېور د ګړندیتوب له کبله د بس اداره له لاسه ورکړه، چې وروسته بس له پله څخه سیند ته وغورځېد.