په غزه کې د اوربند لومړۍ ورځ په بریا پای ته ورسېده

د غزې په تړانګه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لومړۍ ورځ په بریالیتوب پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې درې اسرائيلي اسیران د حماس له خوا او ۹۰ فلسطینیان د اسراییلو رژیم له زندانونو خوشې شول.
د اوربند دویمه ورځ هم روانه ده، او د راپورونو له مخې، د اسرائيلي اسیرانو دویمه ډله ښایي راتلونکې شنبې ازاد شي.
د اوربند د هوکړې لومړی پړاو به ۴۲ ورځې دوام وکړي.