په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعال دي، چې ۱۳.۹ میلیونه یې په قانوني ډول ثبت شوي او د نورو د ثبت لړۍ روانه ده.
د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، یواځې په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت شوي دي.

د دغه وزارت مسوولینو همدا راز ویلي، د تېر په پرتله اوسمهال د سیمکارتونو د ثبت په څانګو کې د کارکوونکو شمېر زیات شوی چې ورسره په یاده پروسه کې چټکوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوالو د سیمکارتونو د ثبت پروسه ګټوره بللې او غوښتنه یې کړې چې په دې برخه کې لا نور پرمختګ ته اړتیا ده.
د سیمکارت ثبت او راجستر کول د امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي او همداراز د ځينو شبکو لخوا د ځانګړو وړاندیزونو لپاره مهم یاد شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت تر دې وړاندې هم د میلیونونه سیمکارتونو د ثبت خبر ورکړی و.