سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
امنیت او جرمونه

په بدخشان او نیمروز کې نظامي مهمات او وسلې کشف شوي

په بدخشان او نیمروز کې نظامي مهمات او وسلې کشف شوي
  • Publishedمرغومی ۲۰, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان ولایت د شهدای ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د نظامي تجهیزاتو یوه لویه ډیپو کشف او ترلاسه شوې ده.

په دې ډیپو کې تر ۶۰۰ زرو زیاتې د فیر مرمۍ، دهشکه، زیکویک، بیم یک او نور نظامي تجهیزات شامل وو.

خبر زیاتوي، ورته مهال، په نیمروز ولایت کې اته میله اسلحه او نور نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي او په سمنګان ولایت کې هم د امنیتي ځواکونو لخوا یو میل اسلحه کشف او ترلاسه شوې ده.

Written By
Editor