په افغانستان کې د سختو بارانونو او تېزو بادونو اټکل شوی.
د اسلامي امارت حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، برېښنا او تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دا بارانونه او بادونه به په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس، هرات او سالنګونو کې وي، چې د ورښت اندازه به یې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. همدارنګه، په سالنګونو او ځینو لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ نه تر ۷۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.