پنج شنبه,۱۵ ليندۍ ۱۴۰۳
افغانستان

په افغانستان کې د انټرنیټي او تلیفوني اړیکو بیې راټيټېږي.

په افغانستان کې د انټرنیټي او تلیفوني اړیکو بیې راټيټېږي.
  • Publishedلړم ۲۳, ۱۴۰۳

چهارشنبه,۲۳ لړم ۱۴۰۳

خبریال: خالد ډګر

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزار ویاند عنایت الله الکوزی وايي، یاد وزارت د مخابراتي شرکتونو ارزونه ترسره کړې چې ورسره به د انټرنیټي او غږیزو اړیکو بیې راټيټي شي.

نوموړی همدا راز زیاتوي، دغه وزارت د مخابراتي سکټور د ودې او مدیریت د نده پرغاړه لري، چې د لارې یې په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلي چې د خلکو د غوښتنو په اساس سیمکارټونه قانوني بڼې ته واړوي.

د دې ترڅنګ الکوزی وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري ترڅو د هېواد لریو پرتو سیمو کې د مخابراتي شرکتونو په واسطه ۸۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټي اخیستنې ته یې وسپاري.

د عنایت الله الکوزي په خبره، په تېرو د رېیو کلونو کې تر زرو پورې له کاره لویدلي مخابراتي سایټونه بیاځلې ترمیم او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوي او ترڅنګ یې  د ټي ډی اېف له بودیجې ۵۳۰ مخابراتي سایټونه،  چې د هېواد په لریو پرتو او د مخابراتي اسانتیاو بې برخو سیمو لپاره پلان شوي وو، اوس مهال پرې کارونه روان دي، چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ځینې به یې په نږدې راتلونکي کې ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند همدا راز زیاتوي، په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو د ښه کیفیت په موخه د هېواد په په مخابراتي مارکېټ کې د لومړي ځل لپاره د فرېکونسۍ بریالۍ مزایده ترسره شوې، چې په درېو مختلفو بانډونو کې ۵۸ مګاهرتز فریکونسي د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوي، چې په دې سره به مخابراتي شرکتونه په هېواد کې مخابراتي کیفیت لوړ او پور (4 G)  خدمتونه به وړاندي کړي.

Written By
Editor