پنجشېر کې څه دپاسه ۲ زره قیراطه زمرد و پلورل شول

د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسؤلین وایي: چې د دې ولایت له کانونو څخه تازه استخراج شوي یو زر ۹۱۰ قیراطه زمرد د کانونو د څار کمېټې، سیمه یزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د آزادې بولۍ له لارې وپلور شول.
په دې تړاو د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري وویل: چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو یو زره ۹۱۰ قيراطه زمرد د ۱۶۴ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
د هغه په خبره، چې له دې وړاندې هم د آزادې بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د یادونې ده، چې د پنجشېر تازه استخراج شوي زمرد دوو اونیو وروسته هر ځل د کانونو د څارنې کمیټې، مسؤلینو او سوداګرو په حضور کې د آزادې بولۍ له لارې پلورل کېږي.