پاکستاني پوځیانو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغندیز بریدونه کړي
د یوه ځایي سرچینې له قوله، پاکستاني پوځیانو تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ناوه پاس درې توغندیز بریدونه کړي.
د دې بریدونو له امله پر استوګنیزو کورونو توغندي لګېدلي چې په پایله کې لس څاروي تلف شوي او د سیمې خلک خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
سرچینه وایي چې افغان پوله ساتو د برید په غبرګون کې ځوابي ډزې کړې، خو د پاکستاني لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي شریک شوي.